مينځنئ او کوزي کرمي استاذانو هم اپ ګريډيشن نه ميلاويدو په ضد کلاسونو نه بائيکاټ کړے دے
د بره کرمي ايجنسئ نه پس د مينځنئ او کوزي کرمي ايجنسئ
استاذانو هم د اپ ګريډيشن نه ميلاويدو په ضد په احتجاجي توګه کلاسونو نه
بائيکاټ کړے دے۔ ددغه استاذانو وينا ده چي حکومت کال دوه زره دولس کښي د اپ
ګريډيشن اعلان کړے وو ولي د فاټا استاذان تري تراوسه محرومه دي کوم چي دوي
سره زياتي دے۔
ټي اين اين سره خبرو کښي آل سټي ټيچرز ايسوسي ايشن مشر محمد
ايوب اوويل چي دوي به اووم دسمبر پوري کلاسونو نه بائيکاټ کوي او که چري
بيا ورته هم اپ ګريډيشن ميلاو نه شي نو بيا به اسلام آباد کښي دهرنا ورکوي
او سکولونو ته به تالي اچوي۔
“د هرچا دروازي مو اوټکولي خو اوسه پوري راله چا هيڅ اونه
کړل ۔ که اوويم تاريخ پوري زمونږ غوښتنه پوره نه شوه نو بيا به اسلام آباد
کښي دهرنا کوو او هغه وخت پوري به جاري وي چي څو پوري زمونږ مطالبات پوره
کړے شوي نه وي”
د بره کرمی ایجنسئ استاذانو وړاندی نه د دغه بائيکاټ او احتجاج اعلان کړے دے.