Saturday, 28 November 2015


د کرمي ايجنسئ ډوګرسيمي طالبعلمانو حکومت نه د منظور شوي کالج جوړولو غوښتنه کړي ده


د کرمي ايجنسئ ډوګر سيمه کښي لس کاله وړاندي منظور کړے شوے سرکاري ډګري کالج تردي دمه نه دے جوړ کړے شوے چي له وجي ئي ددغه ځائي طالبعلمان په نورو ځايونو کښي سبق وئيلو باندي مجبوره دي۔ ددغه ځائي طالبعلمانو وينا ده چي ددغه کالج منظوري هغه وخت ورکړے شوي وه کله چي مياافتخارحسين ګورنر وو ولي لا نه دے مکمل شوے اودوي ته نورو ځايونو ته تلو کښي يوشميرمشکلات رامخي ته کيږي۔ دوي تور اولګولو چي د کالج فنډ کښي ټهيکيدارغبن کړے دے او اعلي چارواکي هم په دي حقله خاموش دي۔ عبدالکريم نومي يو طالبعلم په دي حقله ټي اين اين ته اوويل۔
” ډير طالبعلمان تعليم نه محرومه پاتي شوي دي ځکه چي دا کالج لانه دے جوړ، که چري دا جوړ وے نو نن به زه هم پيښور ته نه راتلم بلکه کرمه کښي به موسبق وئيلو، زه خپله بي ايس سي دلته نه کوم ځکه چي هلته کالج نيشته او بدقسمتي داده چي دا اوسه پوري نه دے تيارشوے”
په دي آړه چي کله ټي اين اين اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ وصال خان سره رابط اوکړه نو هغي اوويل چي دوئي سره په دي آړه څه معلومات نشته۔

No comments:

Post a Comment