Saturday, 28 November 2015

رمي ايجنسئ خوئداد خیل قبیله ډومیسائلي او شناختي کاروډونه بنديدو له وجي ستونزو سره مخ دي

انورشاه
د کرمی ایجنسئ پولیټیکل انتظامئ ترقیاتی کارونو کښي د خنډانو اچولو په تور کښي تیرو شپږ میاشتو راهسی د خوئداد خیل قبیلی ډومیسائلی او شناختی کارډونه بند کړی دی چی له وجی هغوی د سختو ستونزو سره مخ دی.
ټی این این سره خبرو کښي د ملک ګل حسن او ملک خیال بت خان او خواؤشاه سیمو د خوئداد خیل قبیلی خلقو اوویل چی دوی پلوسین سیمه کښي آباد شوی وزیر قام ته بجلئ ورکولو مخالفت کړے دے ځکه چی دغه قام د دوی په زمکه آباد شوی دے، ولی بل اړخ ته د چنارک، زاوه، ډمبکې او منډان سره تعلق لرونکی خوئداد خیل قبیله وائي چی دوی پلوسین سیمی وزیر خلقو سره هیڅ مخالفت نه لری ولی بیا ئی هم اجتماعی ذمه وارئ لاندی شپږ میاشتو راهسی مراعات بند دی.
 ټی این این سره خبرو کښي ځنو کسانو اوویل چی ډومیسائلی نه جوړیدو له وجی ئي ماشومانو کالجونو کښي داخلو نه او شناختی کارډونه نه جوړیدو له کبله ئي ځوانان بهر ملکونو ته تلو نه پاتی دی، ولی که دا مسئله ئي حل نه شوه نو ټل ته تلونکې سړک به په احتجاجی توګه بند کړی.
“دي سره زمونږ د بچيانو تعليمونه خراب شول او ورسره مو ټول مراعات هم بند دي او ويزي مو هم ختمي شوي، اوس لانجه د دري کلو، درسمند، ټل او ډول راغه ده نو دا شپيته کلو خوئيداد خيل مراعات ولي بند کړي دي”

No comments:

Post a Comment