Saturday, 5 December 2015


پیښور یونیورسټی کښي د قدرتی آفتونو د مخ نیوي په اړه نندارتون شوي دي

پيښور يونيورسټئ کښي دزلزلي او نورو قدرتي آفتونو له وجي متاثره شوي خلقو ستونزو په اړه عام اولس کښي شعور رابيدارولو لپاره تابيا شوے دوه ورځني نمائش سرته رسيدلي دے۔ نيو اکيډيمک بلاک کښي د ډزاسټر مينيجمنټ لخوا تابيا شوي نمائش کښي ملکي او غير ملکي اين جي اوز اوقدرتي آفتونو په وخت انتظام کوونکي حکومتي ادارو پنځه څلويخت سټالونه لګولي وو۔ نمائش کتلو لپاره طالبعلمانو سره سره عام خلق هم ګنړ شيمر کښي يونيورسټئ ته راغلي وو۔ نمائش کتلو له راغلي څه کسانو ټي اين اين ته اوويل۔ ”دلته عامو خلقو ته د قدرتی افتونو په باره کښي پوهه ورکولی کیږي.څنګه چی په په شپاړلسم ستمبر باندي چی کومه زلزله راغلی وا په هغی کښي ډیر زیات نقصان شوي وو پاکستان کي.”دلته مختلف قسمه سټالونه لګولی شوي دي چی پکښي ریسکیو والا او ډزاسټر منیجمنټ هم خپل سټالونه لګولی دي.زما په خیال د طالبعلمانو لپاره داسي رنګه نمائشونه ډیر اهمیت لري.”

No comments:

Post a Comment