http://www.radiotnn.com/pashto/%D8%AA%D8%B1%D9%8A-%D9%85%D9%86%DA%AB%D9%84-%DA%A9%DA%9A%D9%8A-%D8%A7%D9%88%D8%A8%D9%88-%D9%85%D9%86%D8%B5%D9%88%D8%A8%D9%87-%D9%85%DA%A9%D9%85%D9%84%D9%8A%D8%AF%D9%88-%D8%A8%D8%A7%D8%AC%D9%88%D8%AF/
تري منګل کښي اوبو منصوبه مکمليدو باجود اولس صفا اوبو نه محرومه

October 31, 2016
په کرمه ايجنسئ تري منګل سيمه کښي اوبو منصوبه مکمليدو باوجود ځائي اولس څښکلو صفا اوبه لري نه په سرونو راوړلو مجبوره دي۔ د ځائي اولس ترمخه دي سيمه کښي څلور سوه پوري کورنو لپاره فاټا سیکرټريټ او انتظامئي تير کال يو سکيم جوړ کړی دے د کومي سره چې مقامی خلق ډیر خوشحاله وو ولي په هغي ټهيکدار صحيح کارنه دے کړے چي وله جي ئي پائپونه ځائي په ځائي مات شوے او نلکي ئي هم خراب شوي دي۔
دوي زياته کړي ده چي دغه سکيم لپاره په غر يوي چيني نه تالاب جوړ کړے شوے ولي هغي د پاسه څه نه دي کيښودے شوي چي له عمله ئي هغه هم ګند نه ډک شوے۔ دوي دا تور هم لګولي چي دي منصوبي لپاره اتويشت لکه روپئ مختص کړے شوي وي ولي ټهيکيدار راجب علي صرف دري څلور لکه روپو کارکړے چي له وجي ئي اوس هم ددوي زنانه لري نه اوبه راوړي۔ عبد الواحد او مصطفي نومي ځائي کسانو په دي حقله ټي اين اين ته اوويل۔
“دا پائپ ځائي په ځائي مات دے او بره چي ئي ورله کوم تالاب جوړ کړے دے هغه ئي صحيح نه دے جوړ کړے، مونږ حکومت نه غوښتنه کوو چي دا پائپ دي راته دوباره جوړ کړي۔ زمونږ زنانه لري ځايونو نه په سرونو چشمو نه اوبه راوړي نو هغوي ته ډيرتکليف وي”
No comments:
Post a Comment