
کرمي ايجنسئ فرقي ايزو شخړو له وجي بيکوره شوي ځني متاثرين د امداد نيشتوالي ګيلي کوي
د کرمي ايجنسئ فرقه ايزه شخړو له وجي بي کوره شوي شيلوزن تنګي ځني کورني ګيله کوي چي تر اوسه پوري ورته مالي مرستي نه دي ورکړے شوي۔ دوي وائي چي يو نيم کال وړاندي ورته پوليټکل انتظاميه د بينک چيک نمبري ورکړي وي ولي چيکونه ورته نه دي ميلاو شوي چي له وجي ستونځو سره مخ دي۔ دوي د حکومت نه په دي لړ کښې د مرستو غوښتنه کړي ده۔ ماسټر ګل نومي يو کس په دے اړه څه داسي اووئيل۔
“يونيم کال اوشو چيک ئي نه دے راکړے او چيک نمبر ئي راکړے، يو بابو ئي کينولي دے چي ورشو تري نه تپوس اوکو چي زمونږ چيکونه چرته دي هغه وائي ستاسو واله چيکونو کتاب سيکرټريټ ته تلي دے کله څه وائي او کله څه او صفا خبره راته نه کوي”
بلخواه ټي اين اين سره خبرو کښې پوليټکل ايجنټ نيک محمد ويلي دي چي چا ته هم دا رنګ مسله وي نو پوليټکل انتظاميه سره دي رابطه اوکړي او انتظاميي په دے لړ کښې يوه کميټي هم جوړه کړي ده۔