Sunday, 2 October 2016

د فاټا اصلاحاتي عمل په ضد پيښور کښې فاټا ګرېنډ الائنس جرګه شوي

د فاټا اصلاحاتي عمل په ضد پيښور کښې فاټا ګرېنډ الائنس جرګه شوي

د فاټا اصلاحاتي عمل په ضد پيښور کښې فاټا ګرېنډ الائنس جرګه شوي
October 02, 2016
د فاټا ګرېنډ آلائنس مشرانو نن د پيښور باغ ناران کښې يوه جرګه کړي ده او راوان اصلاحاتي عمل ئي مخالفت کړی دی. جرګي ته د خېبر ايجنسۍ سره تعلق لرونکي پخواني سينيټر حميدالله جان افريدي اووېل چې د فاټا اصلاحاتي کميټۍ بندي کمري فېصلي ورته کله هم نه دي قبول ولي د قبائلي اولس مستقبل په اړه دې ريفرنډم اوکړی شي. په دې موقع ملک فېض الله جان اووېل چې حکومت دې آؤل ټول کډوال خپلو سيمو ته واپس کړي، د وران شوي کورونو معاوضي دي ورکړي او د تعليم او صحت مرکزونه دې دوباره آباد کړي نو وروسته دې د اصلاحاتو خبري کوي. جرګي ته نورو يو شمير مشرانو هم وېنا اوکړي او فاټا اصلاحاتي کميټۍ باندي ئي سخت ټکونه اوکړل. ملک اورنګزيب اووېل چې دوې هيڅ کله هم خېبرپښتونخوا کښې شامليدل نه غواړي ولي مطالبه ئي ده چې ایف سی آر کښې ترميم سره دوي لپاره ځآنله کونسل جوړ کړی شي او بل دا چې خېبر پښتونخوا ته خپله مرکز نه څه مراعات نه ميلاويږي نو قبائلي اولس ته به څه ورکړي. دوې زياته کړه چې شامليدو کښې يو نقصان دا هم دی چې فاټا ته دا وخت مرکز نه کوم فنډ ميلاويږي هغه به ئي نوري صوبي سره شریک شي. جرګې نه وروسته حميدالله جان ټي این این ته اووېلکميټۍ چې د اسلام آباد بندو کمرو کښې کوم اصلاحات تيار کړي دي دا مونږ کله هم نه منو. حکومت به فاټا ته د خپل مستقبل ټاکلو فيصلی . اختيار خامخا ورکوي. صوبه کښې ضم کيدو سره زمونږ د سېنېټ اته سيټونه ورکيږي. د طلباؤ سکالرشپس او ميډیکل او نور کالجونو کښې د فاټا کوټه او د معدنيات حق رانه هم ورکيږي دې له وجيhttp://www.radiotnn.com/pashto/%D8%AF-%D9%81%D8%A7%D9%BC%D8%A7-%D8%A7%D8%B5%D9%84%D8%A7%D8%AD%D8%A7%D8%AA%D9%8A-%D8%B9%D9%85%D9%84-%D9%BE%D9%87-%D8%B6%D8%AF-%D9%BE%D9%8A%DA%9A%D9%88%D8%B1-%DA%A9%DA%9A%DB%90-%D9%81%D8%A7%D9%BC%D8%A7

No comments:

Post a Comment