http://www.radiotnn.com/pashto/%D8%AD%D9%8A%D8%A7%D8%AA-%D8%A2%D8%A8%D8%A7%D8%AF-%DA%A9%DA%9A%D9%8A-%D9%BE%D8%A7%DA%A9-%D8%AA%D8%B1%DA%A9-%D8%B3%DA%A9%D9%88%D9%84-%DA%A9%DA%9A%D9%8A-%D9%85%D9%8A%D9%84%D9%8A-%D8%AA%D8%A7%D8%A8%D9%8A/
حيات آباد کښي پاک ترک سکول کښي ميلي تابيا شوي وه

October 29, 2016
د ترکي قامي ورځي په مناسبت سره د ټول ملک په شان د خيبرپښتونخوا يو شميرسيمو کښي هم دستوري تابيا شوي دي۔ په دي اړه حيات آباد کښي پاک ترک سکول کښي هم ميلي تابيا شوي وه چي پکښي د پاکستان او ترکي ثقافت مختلف رنګونه په نظرراتلل۔ دستوره کښي ګډون لپاره يوشميرخلق راغلي وو کوم چي دغلته لګيدلي خوراکي، دجامو، پيزار او نورو يوشمير سټالونو کښي دلچسپي ښکاره کوله او يوبل ثقافت، فيشن او خوراکونو نه ئي ځانونه خبرکړل۔
ميلي شروع کيدو نه وړاندي ميوزک پارټي هم اوشوه چي پکښي دغه سکول کښي سبق ويونکي ماشومانو ملي نغمي اوخاکي وړاندي کړي۔ميلي له راغلي خلقو د داقسمه دستورو ستائنه کړي ده او وئيلي ئي دي چي دي نه ثابيتيږي چي ملک اوپه خصوصي توګه خيبرپښتونخوا کښي امن قائم شوے دے۔
ميله کښي د مشري ميلمني په حيث ګډون کونکي د خيبرپښتونخوا اسمبلئ ډپټي سپيکري مهرتاج روغاني په دي حقله ټي اين اين ته اوويل۔“دي کښي رنګارنګ څيزونه وو نه صرف دپاکستان دهري صوبي ثقافت پکښي په ډاګه شوے وو بلکه دترکي خپل ثقافت هم پکښي په نظر راتلو، نو دا زمونږ او دترکي د ورورولئ يوه طريقه ده، سکول دلته ډير وخت نه موجود دے خو خرابو حالاتوله وجي به پکښي داقسمه دستوري نه کيدلي
No comments:
Post a Comment