کرمه ايجنسئ کښې د سيکورټي انديښنو له وجي موبائيل سروس بند

October 09, 2016
کرم ايجنسۍ کښي د امن و امان وضع قائم ساتلو په غرض د سکيورټي نورو يو شمير انتظاماتو سره سره نن سحر نه موبائل سروس هم بند کړي شوې دې۔ د پوليټيکل انتظاميئے ترمخه د موبائل سروس به د لسم محرم ماښام پورې بند وي۔ د سروس بنديز له وجې ئي اولس مشکلاتو سره مخ دي۔ د ځائي خلقو وينه ده چې دې نه وړاندې به د موبائل سګنلے صرف په لسم محرم بنديدلے ولې داځل ئي درې ورځې وړاندې بند کړي دي۔ د آصف نومي يو طالبعلم په دې حقله وينه ده چې نن صبا د موبائل استعمال ډير مهم شوےدې۔ او هر قسمه رابطے هم د موبائل په زريعه کيږي۔“ دا سګنلز چې بند شو نو لکه مونږ چې جيل کښې بند کړی شو. وړاندي نه يو شمير لاري بندي دي راته هغه مشکلات څه کم وو چې دا نوي مسئله پکښې راغله. فاټا کښې هسپتالونه نشته خلق خپل مريضان پيښور، هنګو او کوهاټ ته وړي نو کور والا سره فکر وي او بيا بيا رابطي ضروري وي او هم دا رنګ بهر ملکونو کښې میشته او يا سبقونو او مزدورو لپاره نورو ښارونو ته تلي خلق هم انديښنو سره مخ کيږي چې کله کور سره رابطه نه کيږي”دوي د حکومت نه غوښتنه اوکړه چې موبائل سروس دې زر ترزره بحال کړي شي او صرف په لسم محرم دي صرف دوه يا دري ګهنټو لپاره بند کړي.په مينځنۍ کرمه ايجنسۍ کښې مقامي قبائلو د سکيورټی فورسز سره مرستي لپاره په پنځوس کسانو مشتمله بدرګه یعني امن لښکر هم جوړ کړی دی.
No comments:
Post a Comment