بګن هائي سکول کښي استاذانو کمي له وجي طالبعلمان ستونزو سره مخ

October 03, 2016
دکوزي کرم ايجنسئ بګن سيمې هلکانو سرکاري هائي سکول کښې د سائنس، حساب عربئ استاذانو نشتوالي له وجې طالبعلمان د ذده کړو نه محرومه دي۔ د سکول هيډماسټرسيد رحيم وينه مطابق دغه سکول کښې د کال دوه زره يوولسم نه سائنس استاذ نيشته چې له وجې ئي طالبعلمان د يو شمير ستونزو سره مخ دي۔ دوي زياته کړه چي څو ځل په دي سلسله کښې اعلي چارواکو ته درخواستونه هم ورکړے شوي دي خو دوي ته وئيل کيږي چې سائنس استاذ نيشته ،او دے نه علاوه په سکول کښې د عربئ او حساب استاذان هم نيشته۔ سکول هيډ ماسټر اوويل چې سکول کښې استاذانو نيشتوالي له وجې کال په کال د طالبعلمانو تعداد هم کميږي۔ ټي اين اين سره خبرو کښي دوي اوويل۔
“استاذان راسره کم دي،سي ټي واله استاذان را اونيسو نو هغوي څه نه څه اوخائي طالبعلمانو ته، حساب استاذ هم نه ميلاويږي طلباو وخت ضائع کيږي او چي خلق په خپله په يوڅيز نه پوهيږي نو دوي ته به ئي څه اوخائي، سائنس استاذ هم نيشته چي له وجي ئي طالبلعمان ستونزو سره مخ دي”
د سکول طالبعلمانو وينا ده چې استاذانو نيشتوالي سره سره دوي ته سائنس کتابونه هم لا نه دي ميلاو شوي ۔ بل اړخ ته ايډيشنل ايجوکيشن افسر وائي چې محکمې سره د سائنس ټيچران نيشته او حکومت دے حوالې سره څه قسمه اشتهار هم نه دے ورکړے کله هم چې ممکن شي نو د استاذانو کمي به پوره کولې شي۔ په دي اړه پوليټيکل انتظاميه وائي چې نورو سکولونو کښې اضافي ټيچر کتنه کولې شي او چي کوم سکول کښې هم اضافي استاذ وو نو بګن هائي سکول ته به رابدلولې شي۔http://www.radiotnn.com/pashto/%D8%A8%DA%AB%D9%86-%D9%87%D8%A7%D8%A6%D9%8A-%D8%B3%DA%A9%D9%88%D9%84-%DA%A9%DA%9A%D9%8A-%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D8%B0%D8%A7%D9%86%D9%88-%DA%A9%D9%85%D9%8A-%D9%84%D9%87-%D9%88%D8%AC%D9%8A-%D8%B7%D8%A7
No comments:
Post a Comment