http://www.radiotnn.com/pashto/%D9%86%D8%B1%D8%B3%D9%86%DA%AB-%DA%A9%D8%A7%D9%84%D8%AC%D9%88%D9%86%D9%88-%D8%B7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%88-%D8%AE%D9%8A%D8%A8%D8%B1%D9%85%D9%8A%DA%89%D9%8A%DA%A9%D9%84-%D9%8A%D9%88%D9%86%D9%8A/
نرسنګ کالجونو طلباو خيبرميډيکل يونيورسټئ په ضد احتجاج کړے

October 25, 2016
د خېبرميډيکل يونیورسټۍ د سيوري لاندي امتحان کښې د صوبي پنځه وانړه نرسنګ کالجونو د دريم سمسټر طلبا يو پرچه کښې فېل شوي دي. د فارماکالوجي پرچه کښې فېل شوي دغه دري سوه پنځلس طلباؤ نن پيښور کښې د خېبرميډيکل يونيورسټۍ مخي ته احتجاجي مظاهره هم کړي ده. طلباؤ د یونيورسټۍ انتظامئی خلاف نعري وهلي او د وائس چانسلر او کنټرولر امتحانات لري کولو سره ئي د ټولو طلبا پرچه فېل کيدو د معاملي تحقيقاتو غوښتنه کوله. احتجاج کښې شريک د رحمان کالج آف نرسنګ طالبعلم شاهد اقبال ټي این این ته اوویل” د ټولو طلبا په يو مشترکه پرچه کښې فېل کيدل زمونږ د سوچ نه بهر ده. مونږ مطالبه لرو چې د معاملي تحقیقات دې اوشي او مونږ سره دې انصاف اوشي. مونږ باندي مور، پلار او رونړو ډيري خرچي کړي دي او ډير اميدونه ئي دي رانه ولي دومره محنت باؤجود چې غوره طریقي سره حل شوي پرچه فېل شي نو احتجاج خو به خامخا کوؤ بيا”
وروسته مظاهرين د يونيورسټۍ انتظامئي لخوا د معاملي تحقیقاتو باور نه پس خواره شول.
No comments:
Post a Comment