اورکزئی ایجنسئ کښي پنځه سوا بی وسه کورنو کښي د جامو ګنډلو مشینونه ویشلي شوي دي
په اورکزئي ايجنسئ کښي د محکمه سوشل ويلفيئر لخوا په پنځه سوه کورنو کښي د جامو ګنډلو مشينونه تقسيم کړے شوي دي۔ تيره ورځ په دي اړه د ايجنسئ هيډکوارټرجرګه هال کښي يوه دستوره تابيا شوي وه چي پکښي د قامي اسمبلئ غړي ډاکټر غازي ګلاب جمال او ايډيشنل پوليټيکل ايجنټ احمد زيب دغه بيوسه کسانو کښي مشينونه اوويشل۔ مشينونه ترلاسه کوونکي څه کسانو ټي اين اين ته اوويل چي دوي په دي مشينونو ډير خوشحاله دي او پکار ده چي نورو بيوسه کسانو ته هم ورکړے شي۔ ”دے ګام سره به بی روزګاري ختمه شي په کورونو کښي چي کومي زنانه وي هغوي ته به روزګار هم ترلاسه شي.مونږ د سوشل ویلفیر محکمي ډیر مننه کوو او تمه لرو چي نوري مرستي به راسره هم کوي.”دے مشینو سره به زنانه خپلو کورونو کښي کار شروع کړي او دا د خپلو بچو او ځان لپاره به پری پیسي ګټي.”
No comments:
Post a Comment