Tuesday, 12 January 2016

Radio TNN

کرمه ايجنسئ کښي بيوسه طالبعلمانو لپاره مفت ټيوشن سنټر پرانستي شوے


په کرمه ايجنسئ کښي د نهم او لسم جماعت طالبعلمانو لپاره مفت ټيوشن سنټر پرانستې شوے دے چي پکښي پنځه سوه نه زياتو طالبعلمانو ته زده کړي ورکولي کيږي۔ د کرم سټوډنټس آرګنائزيشن لخوا په صده کښي شروع کړے شوي دي سنټر کښي طالبعلمانو ته ریاضی، بيالوجي، فزکس، او کميسټري خودلي کيږي۔ د کرم سټوډنټس آرګنائزيشن مشر واحد وينا ترمخه په ايجنسئ کښي ترهګرئ له وجي د طالبعلمانو سبق ته ډير زيان رسيدلي نو ځکه دوي هرکال د داسی ټيوشن تابيا کوي۔
دوی زیاته کړه چی استاذانو ته پيسی ورکولو کښي ورسره پولیټیکل انتظامیه او د علاقی مشران هم مرسته کوی۔ سجاد نومي طالبعلم څوک چي په جماعت کښي سبق وائي ددي مفت ټيوشن په حقله ئي ټي اين اين ته څه داسي اوويل۔
“دي ټيوشن نه مونږ ډير خوشحاله يو، دا فري ټيوشن دے نو طالبعلمانو ته دا پيغام ورکوم چي خپل قيمتي وخت نه ضائع کوي او دي دريو مياشتو کښي زده کړي اوکي چي امتحان کښي خه نمبري واخلي”

No comments:

Post a Comment