Saturday, 2 January 2016

د خيبر پختونخوا ريټائرډ ملازمين به اوس پنشن پيسي د اے ټي ايم کارډ په ذريعه اخلي


خيبر پختونخوا حکومت ریټایرډ ملازمینو ته پینشن اغستلوکښي اسانتياګاني ورکولو د پاره کمپیوټرایزډ نظام شروع کولو فیصله کړي ده . د صوبي اکاونټنټ جنرل شهزاد ايم تيمور وائي چي ددي نظام ترمخه به په اوله مرحله کښي د ګریډ اولس نه اوچت ریټایرډ سرکاری ملازمین د اے ټی ایم مشین په ذریعه خپل پینشن اغستي شی کو م به چه د روان کال مارچ نه فعال کولے شی .هغوي زياتوي چي ھم دغسي  ډایرکټ کریډټ سسټم به د ګریډ یو نه تر شپاړسمه پوري ملازمینو د پاره ھم شروع کولے شی په کوم چه کارروان دے.  د دي نوے نظام پحقله څه ریټایرډ ملازمینو ټی این این ته اوویل۔
“اے ټي ايم خو ډير خه څيز دے خو دي دپاره تعليم لازمي دے، کيدے شي ځني کسانو له ددي استعمال چل ورنشي نو دا پکښي يوه مسله ګني نور دا ډير خه څيز دے۔ دا خه خبره ده چي دا اوشي چي خلقو ته تکليف نه وي او راشي خپل پنشن واخلي او ځي، دلته مونږ راشو په ګهنټو ګهنټو ناست يوسحر وختي راغلي يو او پته نيشته چي څه وخت به فارغيږو”

No comments:

Post a Comment