Friday, 1 January 2016

story by Anwar Shah Orakzai


د کرمي ايجنسئ ځني لوبغاړي وائي فاټا يوتهه سپورټس ميله کښي ورته موقع نه ده ورکړے شوي


د کوزي او مينځنئ کرمي ايجنسئ لوبغاړي وائي چي دوي ته فاټا يوتهه سپورټس ميله کښي د برخي اخستو موقع نه ده ورکړے شوي۔ دغه لوبغاړي تور لګوي چي سپورټس مشرانو امجد او محمد ابراهيم د خپلي خوخي لوبغاړي اخستي وو او د کرکټ ايونټ لپاره ټرائلز هم نه وو شوي ۔ دوي وائي چي ډير محنت کوي ولي بيا هم ورته خپل حقوق نه ميلاويږي او سليکشن د اپر کرم نه کيږي۔ په دي حقله څه لوبغاړو ټي اين اين ته اوويل۔
“دا زمونږ سره زياتي دے چي خواري مونږ کوو او پاړه چنار واله چي کوم انچارج دے هغه خپل خوخي کسان واخستل او دکوزي کرمي نه هډو څوک اخستي نه دي او کرکټ کښي ئي هم صرف د خپلي خوخي خلق اخستي دي او دټرائلز نه بغير ئي اغستي دي”
د ټي اين اين بار بار کوشش باوجود هم محمد ابراهيم سره رابطه نه ده شوي۔

No comments:

Post a Comment