
ايف آر کوهاټ کښي د فاټا اولني مائنز ريسکيو سنټر پرانستي شوے دے
د ايف آر کوهاټ دره آدم خيل کښي د فاټا اولني مائنز ريسکيو
سنټر پرانسته شوي ده چرته به چي درنګ کښي کارکونکي مزدورانو ته په هنګامي
حالاتو کښي مرستي ورکولي شي۔ تيره ورځ په دي اړه د يوي دستوري تابيا شوي وه
چي پکښي د فاټا ډيويلپمنټ اتهارټي مشر ډاکټر فدا محمد وزير،د دره آدم خيل
اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ محمد علي اصغر او مقامي خلقو په ګنړ شمير کښي ګډون
اوکړو۔
دستوري ته وينا په وخت د فاټا ډيويلپمنټ اتهارټي مشراوويل چي
دي سنټر کښي به درنګ مزدورانو ته د ايمرجنسي، دهماکو او اور لګيدو په صورت
کښي طبعي امداد ورکولي شي۔ هغوي داهم اوويل چي په دغه سنټر کښي د ميډيکل
الات، ايمبولينس سهولت او اوور وژلو آلات فراهم کړے شوي دي او داچي په
ابتدائي توګه سنټر کښي شپږ اهلکار هم تعينات کړے شوي دي کوم به چي څليريشت
ګهنټي په ډيوټئ موجود وي۔ د ريسکيوسنټر په حقله يو ځائي کس ټي اين اين ته
اوويل۔
“دي ګورنر د طرفه دا ډير اهم کار اوشو په دي باندي د ايف
آر کوهاټ ټول خلق خوشحاله دي۔ دي نه وړاندي به چي اول کله دهماکي يا نورڅه
پيښي کيدلي نو علاقي خلقو به خپل مدد سره مړي او زخميان راويستل او هسپتال
ته به ئي وړل
No comments:
Post a Comment