Wednesday, 13 January 2016

کرمه ايجنسئ کښي اته کاله پس تابيا شوي د لوبو ميله سرته رسيدلي ده


په مينځنئ کرمه ايجنسئ کښي آته کاله پس د قائد اعظم سپورټس په نوم لوبو ميله سرته رسيدلي ده۔  تيره ورځ په دي اړه يوه دستوره تابيا شوي وه چي پکښي د ايجنسئ پوليټيکل ايجنټ امجد علي خان،کمانډنټ کرم مليشيا عمر ملک او د علاقي خلقو ګډون اوکړو۔ په دي موقع سيمي خلقو قبائلي آتنړ هم اوکړو۔ د والي بال فائنل ټورنامنټ کښي نيو کوهسار پبلک هائي سکول مناتو ټيم او په کرکټ ميچ کښي تين تيره آفريدي مناتو کاميابي ترلاسه کړه۔
ميلي له راغلي څه کسانو ټي اين اين ته اوويل۔
“دے ډیر خوند اوکړلو ولی چی مونږ متاثرین وو او په دے علاقه کښی په اول ځل داسی لوبی اوشوی. مونږ مزید ده حکومت نه دا غواړو چی زمونږ ده پاره ښکلی ګراونډونه جوړ کړی ځکه چی دا علاقه متاثره شوے وه  اوچی اوس بیا بحال شی. مونږ لوبه اوکړله حکومت ته پکار دی چی مونږ ته بیا بیا داسی موقعی راکړی. خوندوره خبره داده چی کمانډنټ او پولیټیکل ایجنټ راغلی وو دلته”
ياد دے وي چي دغه سيمه د ترهګرئ له وجي ډيره متاثره شوي وه او آته کاله پس پکښي د سپورټس ميلي اهتمام شوي وو۔

No comments:

Post a Comment