Saturday, 2 January 2016

Report By Anwar Shah Orakzia

کرمه ایجنسئ کښي پولیټکل انتظامیه دوه ملزمان سره د درني وسلي نیولي دي

په کرمه ایجنسئ کښي پولیټکل انتظامیه د یو ګاډي نه په لوي کچ بارودي مواد او وسله سره د دوه کسانو نیولي ده.د پولیټکل محرر عرفان ترمخه دغه کاروائی تیره ورځ په حفیه اطلاع باندي اسسټنټ پولیټکل ایجنټ وصال خان په لدها سیمه کښي کړي چرته چي ئی د یو موټر نه راکټ لانچري، د راکټ ګولي، لوي وړي ټوپکي، کارتوس او بارودي مواد بمونو کښي استعمالیدونکي سامان برآمد کړي دي.انتظامیه زیاتوي چي دغه وسله دوي د مینځني کرمه نه کوزي کرمه ته سمګل کوله.نیولی شوي عابد او احمد نومي ملزمان نامعلومه ځی ته منتقل کړي شوي دي.

No comments:

Post a Comment