
د کرمي ايجنسئ ابراهيم زئي متاثرين اته نيم کاله پس خپلي سيمي ته بيرته تلي
د کرمي ايجنسئ ابراهيم زئي متاثرين اته نيم کاله پس خپلي سيمي ته بيرته تلي دي۔ تيره ورځ په دي اړه کوزه کرمه کښي يوه دستوره تابيا شوي وه چي پکښي اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ نصرالله خان، فرنتئير کور ونګ کمانډر کرنل جمشيد او متاثرينو ګډون اوکړو۔ په دي موقع متاثرينو ته خيمي، خوراکي سامان، او لوخي ورکړے شول۔ څه متاثرينو په دي حقله ټي اين اين ته اوويل۔
“د ډيري خوشحالئ نه ژړا راځي ځکه چي دلته مو ډيري ستونزي کتلي دي۔ کله به کيمپونو کښي وو کله يو ځائي او کله بل ځائي خپل کلي خپل کلي وي”
څرګنده دي وي چي کال دوه زره اووه کښي کرمه ايجنسئ کښي د فرقه ايزوشخړو له وجي خلقو کډي کړي وي چي پکښي د ابراهيم زئي هم څلويښت خاندانونه شامل وو۔
No comments:
Post a Comment