د کرمه ایجنسئ هاکي لوبغاړي ګله کوي چي فیسټول کښي ورته د خرچه پیسي نه دي میلاو شوي
د کرمي ايجنسئ هاکئ ځني لوبغاړي ګيله کوي چي فاټا يوتهه فيسټول کښي ورته پيسي نه دي ميلاو شوي۔ ټي اين اين سره خبرو کښي ددغه لوبغاړو وينا وه چي په يوولس لوبغارو کښي صرف دريو ته ميلاو شوي دي ولي نور تري نه لا تر دے دمه محرومه دي۔ دوي وائي چي د ټيم کپتان او دکرمي ايجنسئ لوبو مشرته ئي څو واري ټيليفونونه اوکړل ولي بيا هم ورته پيسي نه دي ميلاو شوي۔ ”اول راته دوي ویل چي پیسي درته درکوو بیا ورسته ویل چي تاڅو کور ته لاړ شي نو هلته به درته پیسي درکولي شي.نو وس دوي وائی چي په آخري ورځی تاڅو نه وي راغلی نو وس پیسي نه شو درکولي.نور د ټولو ایجنسو لوبغارو ته پیسي ترلاسه شوي دي مونږ د دوي نه مطالبه کوو چي مونږ ته خپلی پیسي راکړي.’‘بل اړخ ته د ايجنسئ لوبو مشروامجد او د ټيم کپتان شهزاد وائي چي دغه لوبغاړي په اخري ورځ نه وو راغلي او داچي پيسي به ډير زر ورکړے شي۔ياده دي وي چي اووه ورځني فاټا سپورټس ميله کښي ګډون کوونکي لوبغاړو ته د استوګني او خوراک سخاک لپاره د يوي ورځي په حساب سره پنځه پنځه سوه ورکړے شوي دي۔
No comments:
Post a Comment