
پيښور يونيورسټي کښي د تهلیسیمیا رنځ په اړه لاریون شویدې
نن په پيښور يونيورسټي کښي د یو فلاحی تنظیم لخوا د وینی رنځ تهلیسیمیا په اړه یو پوهه راوستلو لپاره یو لاریون شویدې. د جهاد فار زيروتهيليسميا د سورے لاندے دغه واک کښي ګنړ شمیر کښي طالبعلمانو او نورو کسانو شرکت اوکړو. دوی لاسونو کښي بینری پورته کړی وی چی پری د تهلیسیمیا نه بچ کیدو په اړه لیکل شوی وو. د اداری مشری یمنه سردار ټی این این ته اوویل چی هر چا ته د واده نه وړاندی خپل د تهلیسیمیا ټیسټ کول پکار دی چی ماشومان ئي دی رنځ نه محفوظ پاتی شی او دا لاریون په دی اړه خلقو کښي پوهه راوستل وو. ”تهلیسیما ماینر که څوک وي هغه له پکار دا چي د واده نه مخکی خپل ټیسټ اوکړي.ولي پاکستان کښي نور د تهلیسیمیا مریضان پیدا نه شي.زمونږ په ملک کښي قریبا دوه کروړه د تهلسیمیا مریضان دي او هغوئی ته په هره میاشت کښي هغوئی ته دري واري وینه ورکولي شي.که د مخکی نه خلقو کښي دا دے رنځ باره کښي شعور بیدارول پکار دي چی قابو پري اومندل شي.”
No comments:
Post a Comment